یو دیني کارپوه او ټولن پیژاند حجةالاسلام علیرضا قبادي د محرم دم یاشتې د شپو ورځو په مناسبت د امام حسین علیه السلام زیارت ؛ په چورلیز سره ځیني یاددښتونه خپروي چې دریمه برخه ئې په دوام کې لولوو.
د زیارت عاشورا د متن او په دغه زیارت کې د حدودو د ټاکلو په تحلیل کې، لازمه ده چې د زیارت د متن اصلي مضمونونه یا بیاني حدود معلوم شي. د زیارت عاشورا دمضمونونو ارزول ښئ چې دغه زیارت پنځه اصلي حدود او مقامات دي:
سلام؛ د د زیارت عاشوار د ارکانو برخه او کلام په پیل کې سلام دی او په دغه مقام کې ، دعشق او مینې څرګدونه ،همدردي ، د وفاداریو بیانول او ژمنتیاوې او ډول ډول همپالنې او او ملګرتیاوې راځي.
لوي مصیبت؛ پر مونږ او د مځکې او آسمانونو پر ټولو اوسیدونکو د اباعبدالله دمصیبت په لوي والی اعتراف، ددغه زیارت یوه خاص ځانګړنه ده چې اباعبدالله الحسین(ع) ته په خطاب کې لوستل کیږی.
د امام حسین(ع) له دښمنانو بیزاري ؛ دغه بیزاري د زیارت د ارکانو یوه برخه ده چې د ؛لعن؛ ټکی ئې په ترټولو لوړه سویه نمایندګي کوي. له فکری او فرهنګي دښمنانو سره د مخامخیدا او حدودو د ساتلو او واټن اخستو دغه بڼه ، ددغه مظلوم امام له دښمنانو سره دپولې او حدودو دانځورلو په معنا ده او داسې مؤلفې پکې شاملې دي چې په دغه ګفتار کې دا په ؛غیر؛ تعبیر شوي دي. د لازیاتې پوهیدا لپاره د زیارت دمتن دغې برخې سره ، بلدتیا او له متن ورآخوا پيژندګلوي یعني د امام حسین علیه السلام د دښمنانو د فکر اولیدتوګې پيژندګلوي ضروري ده.
دعا؛ د زیارت عاشوار یو بل ځانګړی مضمون او برخه دعا ده چې محتوا ئې هم د نوموړی زیارت د متن په جملو سره د اباعبدالله الحسین علیه السلام د وینې د بدل اخستل او د امام حسین د بچي د امامت په مقام کې د عزتمند مرګ او حیات غوښتنه او او دهغه بزرګوار به نسبت معرفت او د دوي له دښمنانو څخه بیزاری ده.
دعا او حمد او ستاینه! د زیارت عاشورا یوبل مضمون او برخه حمد اوثناء ده چې په غوره او لوړ الهي نظام کې روښانه راتلونکي ته امید او په الهي قضا باندې دیوډول رضایت ښودنه ده.
دغو شمیرل شوو حدودو او مقاماتو ته په کتو سره په مختصر توګه د زیارت عاشورا دمتن په غیریت او دوه اړخیزو معنو پوهیدلی شو.